مرستيال رئيس پېغام 

مرستيال رئيس پېغام

پاکستان زموږ مسلمان ورور هېواد دی. موږ له پاکستان سره له 2000 کیلومتره زیاته شریکه پوله او همدارنګه ګډ دین، تاریخ، کولتور او ژبه لرو. پاکستان له آته لسمې پېړۍ راپدېخوا د افغانستان له پاره د ټرانسپورټ غوره لاره وه. افغانستان او پاکستان دواړو د ورېښمو د پخوانۍ لارې په برخه کې مهم رول لوباوه. د پاکستان د کراچۍ بندر له نورې نړۍ سره د افغانستان د نښلونې تر ټولو نږدې او ارزانه لاره ده. افغانستان د پاکستان له پاره تر ټولو مهمه لاره ده، چې د مرکزي آسیا له هېوادونو سره یې ونښلوي. د مرکزي آسیا هیوادونه د نږدې 60 میلیونو وګړو په لرلو سره، کیدای شي د پاکستان د پیداوارو له پاره غوره مارکېټ وګرزي، چې دا پوټنشیل د افغانستان دوه برابره دی. اوسمهال، پاکستان چې هر څه تولیدوي، له خوراکي توکو نیولې، تر درملو او تولیدي مالونو پورې په افغانستان کې د خرڅلاو مارکېټ لري.

دا اړینه ده چې دواړه هېوادونه تر یوه چتر لاندې راولو، چې دا کار به د دواړو لوریو سوداګري او نورې اړیکې وغوړوي. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې رامینځته کېدل په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د نږدېوالي له پاره غوره ګام ګڼل کېږي. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه به د پولې د دواړو لوریو له سوداګرو سره د سوداګرۍ، پانګې اچوونې، صادراتو او وارداتو ته د لاس رسي او تر سره کولو په برخه کې مرسته وکړي. زه هم په دې باور یم، چې د پولې په دواړو لوریو کې شته کوچنۍ ستونزې چې د بیوروکراتیکو خنډونو له لارې یې حل ناشونی دی، زموږ د ګډو هڅو او همدارنګه د PAJCCI تر چتر لاندې به د حل لاره ورته پیدا کوو. نو، زه د پولې د دواړو لوریو سوداګر هڅوم چې زموږ د دې ګام ملاتړ وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ ښې سوداګریزې اړیکې او اقتصادي پرمختګ رامینځته شي.

خان جان الکوزی

 

  • Baz Mirد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0677
    نوم
    Baz Mir
    دنده
    President
    بنسټ
    NAWI MUQADAR LTD

  • Hazbullah Sahibzadaد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0622
    نوم
    Hazbullah Sahibzada
    دنده
    President
    بنسټ
    QASEEM MIRAJ LTD

  • Mohammad Hilalد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0627
    نوم
    Mohammad Hilal
    دنده
    Vice President
    بنسټ
    AFGHAN WATAN CONST. CO

  • M. Habib Shinwariد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0612
    نوم
    M. Habib Shinwari
    دنده
    Admin Officer
    بنسټ
    ZEKRIA MOTAHED SAFI LTD

  • Noorullah Rahimiد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0705
    نوم
    Noorullah Rahimi
    دنده
    President
    بنسټ
    INAM SIKANDAR LTD

  • Abdul Aziz Hashemiد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0762
    نوم
    Abdul Aziz Hashemi
    دنده
    Vice President
    بنسټ
    NAWI HABIB HASHIME LTD