په پاکستان کې د امريکا سفير ريچارډ السون سره د پاکستان –افغانستان د ګډې خونې د مسؤلينو کتنه

Thursday, November 07, 2013

په پاکستان کې د امريکا سفير  ريچارډ السون سره د پاکستان –افغانستان د ګډې خونې د مسؤلينو کتنه
محمد زبير موتيوالا په خپلو  خبرو کې وويل، چې د نړېوالې سوداګرۍ په برخه کې په سرحدونو کې اسانتياوې کولی شي د امريکايي سوداګرو د پاملرنې وړ وګرځي.
د پاکستان افغانستان د ګډې خونې مسؤلين د امريکا په سفارت خونه کې د سرحد دواړو خواوو ته د پرتو ستونزو او د پاک افغان ګډې خونې د مسائلو په اړه سره وغږېدل.
د امريکا سفير ښاغلي ريچارډالسون د ګډې خونې له استازو هر يو ښاغلي محمد زبير موتيوالا، ښاغلي خانجان الکوزي، ښاغلي محمد يونس مومند، ښاغلي عثمان بلور، انجينر دارو خان او په پاکستان کې د پاک افغان ګډې خونې سکرټر جنرالې مېرمن فايزې او  په افغانستان کې د خونې اجرائيوي رئيس ښاغلي احمد الله افغان ته ښه راغلاست وويل.
ښاغلي ريچارډ السون په داسې حال کې، چې د افغانستان د ټرانزيټي سوداګرۍ په اړه خبرې کولې، د ۲۰۱۴ کال وروسته پېښو په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړه او ليوالتيا يې وښوده، چې د امريکا متحده ايالتونه کولی شي د پاک افغان ګډې  سوداګريزې خونې سره خپلو همکاريو ته ددواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پياوړتيا په موخه دوام ورکړي.
 ښاغلي موتيوالاد امريکا د متحده ايالتونو د سفير او سرکونسل څخه د پاک افغان ګډې خونې په اړه د مفصلو او رڼو معلوماتو په اړه او همدا راز د پولو  دواړو خواوو ته د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه د  سوداګريزو پلاوو تګ راتګ او B2B ناستو او د وزيرانو تر منځ د هوکړه ليکونو په اړه مننه وکړه.
نوموړي همدا ډول په لومړنيو شپږو مياشتو کې د پام وړ خنډونه په بشپړه توګه بيان کړل او په لنډمهاله دوره کې يې ددې اتاق لاسته راوړنې بيان کړې، چې له دې جملې د پولې په دواړو خواوو کې  منځګړيتوب، د APTTA تړون  اړوند د ۸ پرېکړه ليکونو حل او فصل کول، چې د APTCCA په ناسته کې په ۲۰۱۲ کال کې د اکتوبر په مياشت کې  وړاندې شول.

د وزارت خونو سره ګټوره همغږي او  د مسائلو د حل او فصل  او مرستې په موخه FBR، د افغان سوداګرو د کانټينرونو د بندېدا په موخه د ۲۰۱۳ کال به جنورۍ کې د پاکستان د لومړي وزير سره کتنه، د NATO د کانټينرونو  او توکو څخه د سوی استفادې حل او فصل کول، د پولې دواړو خواوو ته د يوې سوداګريزې سروې تر سره کول او نو رو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي موتيوالا همدا راز د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو او فعاليتونو د پياوړتيا او د پولې دواړو خواوو ته د بې پروا اشخاصو ا وعناصرو  په مخنيوي هم ټينګار وکړ.
هغه ټينګار وکړ، چې د مالي اصلاحاتو يواځينۍ لاره د معقولو تعرفو له لارې تر لاسه کېږي، چې موازي سوداګرۍ د مخنيوي په برخه کې ګتور کېږي. په دې سره به په افغانستان کې د ګمرکي ټکسونو سره عوايدو د زياتېدو سره مرسته وکړي، چې د پاکستان سوداګريز بيلانس به هم ۱،۹ ميليارده امريکايي ډالره زيات شي، چې اوسنی کسري حساب، چې یواځې ۱،۲ ميليارده ډالره دی، جبران کړي، چې دا یو ښه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
نوموړي زياته کړه، هغه اسانتياوې، چې د امريکا متحده د پولې دواړو خواوو ته د سوداګريزو خونو د پراختيا لپاره چمتو کړي، د متقابلې سوداګرۍ د پراختيا او پرمختګ په برخه کې يې دپام وړ ګته کړې او د دواړو هېوادونو تر منخ يې د باور فضا رامنځته کړې.
ښاغلي موتيوالا زياته کړه په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو او USAID له خوا  زياتې پروژې پلې کېږي په کار ده، چې د PAJCCI د پلېټ فارم له لارې د دوه اړخېزه اړيکو د پياوړتيا لپاره د پاکستان سوداګريزې ټولنې ته هم ولېږدول شي.
ښاغلي خانجان الکوزي ددواړو هېوادونو تر منځ د APTTA هوکړه ليک د بهير په پراختيا کې  کې د امريکا د متحده ايالتونو د رول څخه مننه وکړه  او د ښاغلي زبير موتيوالا او د CIPE تر څنګ د بريتانيا د عالي کمشنرۍ څخه هم مننه وکړه. د امريکا متحده ايالتونو د پاک – افغان ګډې خونې د پليټ فارم په رامنځته کولو کې د پام وړ رول لوبولی دی. نوموړي همدا ډول ددواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو څخه ددې بنسټ د همکارۍ او ملاتړ له کبله  هم مننه وکړه.
 


نوموړي يادونه وکړه، چې د افغانستان لپاره د کراچۍ بندر ډېر مهم دی مګر د اړيکو د خرابېدو او ناباورۍ له کبله ډېره سوداګري ايران ته منتقل شوې، چې د افغانستان د لومړيتوبونو په لست کې نه ده.  قاچاق اوسمهال کمېدلی شي، ځکه د پولې دواړو خواوو ته د خلکو د معاشونو او عايدو ښه سرچينه ده. دا ستونزه يواځې هغه وخت حلېږي، چې خلکو ته کاري بوختياوې او د دواړو هېوادونو د دولتونو له خوا د سوداګرۍ ښه فرصتونه برابر شي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د امريکا متحده ايالتونه بايد اوږدمهاله ثبات  او د دواړو ملتونو تر منځ د اړيکو جوړولو په موخه د ستونزو د حل او فصل کولو لپاره د APTTCA  په هرو شپږومياشتو کې د ګډو مسائلو د رعايت او د اجراتو د فوري وضوح لپاره مداخله وکړي.
 نوموړي وويل، چې د پولې دواړو خواوو ته اړيکې به د ټولنيزو، سياسي او فرهنګي تحولاتو سره جدا پياوړي شي او د پاکستان افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه به دا بهير تکميلوي.
ښاغلي بشير بلور د KPK له خوا ايران ته د  سوداګرۍ د حمل  او نقل د لېږد او هغه ستونزو ته اشاره وکړه ، چې د ګمرکونو مامورين ورسره لاس او ګرېوان دي.
 هغه ټينګار وکړ، چې که سوداګري  يو له بل سره تعامل وکړي او که د امريکا سفارت او USAID رغوونکی رول ولوبوي نو په دې اړه د پرېکړه ليک تصويبېدلی شي.
 مېرمن فايزې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پانګونو د کنفرانس جوړولو غوښتنه وکړه، چې په دې وروستيو کې  په دوبۍ کې تر سره شو، چې په دې کنفرانس کې د پاکستان او افغانستان دوه اړخيزه اړيکو باندې په جزئياتو سره  خبرې وشوې.
 
 


نوموړې همدا راز غوښتنه وکړه،  په هغه مناقصو او انجمنونو کې، چې د امريکا او USAID له خوا په افغانستان کې په رسميت پېژندل کېږي، د PAJCCI غړو ته هم بايد اسانتياوې برابرې شي.
 هغې همدا ډول يادونه وکړه، چې د امريکا د متحده ايالتونو د سفير په  ملاتړ د پولې دواړو خواوو ته د پوهاوي او سوداګريزو سيمينارونو جوړول  د پېش نويسونو تسليمي کولی شي سوداګرو او پانګوالو ته د اقتصاد د ارزښت په پام کې نيولو په برخه کې مرسته وکړي.
 هغې يادونه وکړه، چې يو سوله ييز او مترقي پاکستان افراطيانو ته ځواب دی او دا نظريه هغه وخت عملي کېدلی شي، چې سوداګري له سياسته لرې وساتو، په داسې ډ‌ول چې تش نسونه په اسانه پلورل کېږي او پر تلاشه او متمرکزه ملت پراختيا او سوله راوړي.
 ښاغلي سفير په لنډه موده کې د PAJCCI د لاسته راوړونو څخه مننه وکړه او په نورو کارونو کې يې ورته بريا وغوښته او په بشپړه توګه يې ترې ملاتړ اعلان کړ. نوموړي همدا ډول د ښاغلي موتيوالا څخه د پولې دواړو خواوو ته د سوداګريزو خونو د جوړولو غوښتنه وکړه او د دوی د ټيم څخه يې د کار په برخه کې پوره ډاډ ښکاره کړ.
ښاغلي موتيوالا او ښاغلي الکوزي دامريکا سفير ته د مننې په موخه ددې بنسټ ځانګړې تحفه وړاندې کړه او نوموړی يې د ماښامنۍ لپاره B2B ناستې ته ، چې د افغانستان استازي هم د سپټمبر له ۲۵ نېټې څخه کراچۍ ته راغلي وو، وبلل.






  • Mairwais Katawazaiد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0656
    نوم
    Mairwais Katawazai
    دنده
    President
    بنسټ
    MARWAIS KATAWAZAI LTD

  • Fouzia Haririد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0643
    نوم
    Fouzia Hariri
    دنده
    President
    بنسټ
    HASTI LTD