د پاکستان – افغانستان ګډه سوداګريزه خونه د اقتصادي راکړې ورکړې او معاملاتو واټ:

Thursday, November 07, 2013

د پاکستان – افغانستان ګډه سوداګريزه خونه د اقتصادي راکړې ورکړې او معاملاتو  واټ:

د پاکستان افغانستان د ګډې سوداګريزې خونې د افغانستان څانګې لوړ پوړه مسؤلينو  د متقابلو اقتصادي فرصتونو د لټون په موخه د 25th-29th Sep 2013  د کراچۍ څخه ليدنه وکړه. ددې پلاوي مشري ښاغلي الحاج خانجان الکوزي کوله.

 ددې سفر څخه موخه د پولې دواړو خواوو ته د سوداګريزې اجماع د مناسبو فرصتونو برابرول  او د پولې دواړو خواوو ته د راکړو ورکړو او ګټورې سوداګرۍ د فرصتونو برابرول وو.

 ددې سفر په اوږدو کې د پاکستان افغانستان د ګډې سوداګريزې خونې د مديره پلاوي پنځمه ناسته هم تر سره شوه، چې په دې ناسته کې ددې بنسټ رياست هم انتقال شو، چې په پايله کې ښاغلی خانجان الکوزی د نوي رئيس او ښاغلی محمد زبير موتيوالا د مرستيال په توګه و ټاکل شو.

ياد بنسټ پخوا د پاکستاني اوافغان پلاوي د نوبتي مشرتابه  په اړه پرېکړه کړې وه.

د PAJCCI مديره پلاوي همدا ډول د ټرانزيټ او ائېتلاف اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او ښاغلي رئيس او مرستيال يې د اوسنيو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې پوره ډاډ ورکړ.

 

  د PAJCCI ياد پلاوی د پولې دواړو خواوو ته د بحراني مسائلو  او د PAJCCI د وضعيت پوهېدو په اړته د امريکا سفارت ته بلل شوی و. د امريکا سفيرښاغلي ريچارډ السون  د متقابلو سوداګريزو معاملاتو د زياتېدو په تامين کې د PAJCCI د وړتياو څخه ډاډ تر لاسه کړ.

 ښاغلي موتيوالا د پولې دواړو خواوو ته د ورته سوداګريزو خونو د پراختيا په برخه کې د امريکا د سفارت له خوا داسانتياو غوښتنه وکړه.

د پاکستان افغانستان ګډې سوداګريزې خونې د پولې دواړو خواوو ته د سوداګريزو انجمنونو د لا ښه پيژندنې په موخه هم ناسته تر سره کړه. په دې ناسته کې د پاکستان – انګلستان د ګډې سوداګريزې خونې استازي ښاغلي راضي خان هم ګډون کړی و. همدا ډول په دې ناسته کې د سند ايالت د اطلاعاتو وزير ښاغلي شيرجيل ميمون هم برخه اخيستې وه. په لومړي سر کې د سند د اطلاعاتو وزير د پاکستان افغانستان د ګډې خونې ياد پلاوي او B2B ناسته کې ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل او زياته يې کړه، چې ددې ډول بې ساري سوداګريزې خونې جوړول د پاکستان او افغانستان د سوداګريزو اړيکو د پياړوتيا او برياليتوب په برخه کې يو نوښت دی .

ښاغلي وزير په لنډه موده کې د ښآغلي زبير موتيوالا او ښاغلي خانجان الکوزي د فوق العاده مشرتابه او رهبرۍ څخه مننه وکړه.

نوموړي ددې خونې سره ژمنه وکړه، چې د يادې خونې سره به هر ډول مرسته او ملاتړ به يې وکړي او هيله يې وښوده، چې ددوی فعاليتونه به حتما اغيزه وکړي او په پايله کې به ددواړو هېوادونو تر منځ ګډه سوداګري، پروژې او ګډ اقتصادي فعاليتونه رامنځته کړي.

 د پاکستان افغانستان د ګډې سوداګريزې خونې نوي رئيس ښاغلي خانجان الکوزی ميلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ښاغلي موتيوالا څخه د دا ډول B2B ناستو  له کبله مننه وکړه. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې ددې ډول ناستو تر سره کېدل کولی شي دپولي دواړو خواوو ته د متقابلې پانګونې او اعتماد زمينه برابره کړي.

نوموړي همدا ډول زياته کړه، چې دروان کال په ډسمبر مياشت کې به په کابل کې دپانګونې کنفرانس او B2B ناسته تر سره شي، چې د پاکستاني سيالانو لپاره به يې  ورته اقتصادي فرصتونه برابر کړي.

ښاغلي الکوزي زياته کړه، د سياسي تحولاتو سره سره د پاکستان افغانستان ګډه خونه توانېدلې، چې ددواړو هېوادونو تر منځ نېکې او حسنه اړيکي وساتي او دابهير به نور هم ښه کېږي.

نوموړي همدا ډول په تېرو ۱۸ مياشتو کې د ښاغلي موتيوالا د بريالي مشرتابه او رهبريت څخه مننه وکړه او يادونه يې وکړه، چې د خپل خدمت په دوره کې به د ښاغلي موتيوالا د لارښوونو څخه پېل کوي او هڅه به کوي، چې دمعياري سوداګرۍ کچه پورته کړي. نوموړي همدا ډول په کابل کې د پاکستان سفارت د سوداګریز استازي ښاغلي خورشيد مروت، د KCCI او TDAP رئيسې مېرمن فوزيې او د پاکستان د استازو څخه د Expo Pakistan 2013 د نندارتون له کبله مننه وکړه.

 

نوموړي همدا ډول پاکستاني سوداګرو ته د کثير الدخول ويزې د صدور په اړه هم ډاډ ورکړ.

د پاک – افغان ګډې سوداګريزې خونې مرستيال ښاغلي زبير موتيوالا  هم ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل. نوموړي ښاغلي الکوزي ته د رياست مبارکي ورکړه او باوري وو، چې د ښاغلي الکوزي د رياست په دوره کې به د معياري سوداګرۍ کچه به تر 5bn USD ورسېږي.

نوموړي زياته کړه، ددې ډول بې ساري سوداګريزې خونې جوړول، چې د پاکستان  او افغانستان د دولتونو له خوا تشکيل شوی، يو سخت کار و.

 ښاغلي موتيوالا زياته کړه، ددې ډول يو سوداګريز بنسټ جوړول اسانه کار نه و، خو د ښاغلي الکوزي، د BMG د رئيس ښاغلي سيرج تيلي او CIPE – USA and British High Commission   او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ وزارتونو په همکارۍ مو وکولی شول، چې دا خونه رامنځته کړو.

 ښاغلي موتيوالا په لومړيو شپږو مياشتو کې د اتاق لاسته راوړنې توضيح کړې. په دې لاسته راوړنو کې د مرزي اربتريشن، د APTTA يا د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزيټي سوداګرۍ د هوکړه ليک په اړه اته رسانيي خبرونه، چې د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په مياشت کې د APTTA په ناسته کې منل شوې ده، دوزارتونو سره دوامداره همغږي او د ستونزو د حل په موخه د فدرالی عوايدو بورډ(FBR)،  د افغان وارداتي توکو د بندېدو د ستونزې د له منځه وړلو په موخه د پاکستان د لومړي وزير سره ملاقات، د کانټينرونو د تلاشۍ د ستونزې حليدا او د آيساف د ګمرکي مسؤل اړوندو قضيو مسايل، د پولې دواړو خواوو ته د سوداګريزې سروې تر سره کول او نور په کې شامل دي.

ښاغلي موتيوالا ټينګار وکړ، چې ددې ناستې موخه د سوداګريزو فعاليتونو غير سياسي کول دي او همدا ډول په سيمه کې د موجودو کم توجه عناصرو کمول دي. هغه ټينګار وکړ، چې يواځې د کلنيو مالياتو ريفورم د توجيه سره کولی شي، چې د متوازي سوداګرۍ مخه ونيسي. په دې سره افغانستان سره مرسته کېږي، چې  د ګمرکي خدماتو سره خپل عوايد لوړ کړي. لکه څنګه چې موازي سوداګري په يوه اصلي سوداګرۍ تبديل شوې او د پاکستان د سوداګرۍ بېلانس يې ۱،۹ مليارده ډالرو ته لوړ کړی ، چې د فعلي بېلانس کسر، چې ۱،۲ بېليونه ډالره کېږي له منځه يوسي، چې دا په واقعيت د دواړو خواوو لپاره یوه بريا او ګټه ده.

 

 ښاغلي موتيوالا وويل، زيات شمېر افغان سوداګر شته، چې غواړي په ګډه او يا هم انفرادي توګه په بېلابېلو سکټورونو کې په پاکستان کې پانګونه وکړي. دوی به د پاکستان افغانستان د ګډې سوداګريزې خونې له خوا را وبلل شي او دا زموږ د اجرائيوي کمېټې دنده ده، چې دا پروژې معرفي کړو او سوداګرو ته دا قناعت ورکړو، چې په دې کار کې د دواړو هېوادونو ګټه ده.

نوموړي همدا ډول د افغان سيالانو د همکارۍ څخه هم مننه وکړه او همدا ډول يې د پاکستاني خوا د اجرائيوي سکرتريت له خوا د CIPE  د ښه لاسته  راوړنو يادونه هم وکړه، چې د معين فواد له خوا رهبري کېږي.

 هغه زياته کړه، چې سوله ييز، کامياب او موفق پاکستان کولی شي د افراطګرايۍ او تروريزم جوابګوی و اوسي او دا هله امکان لري، چې سوداګري له سياسته جدا شي. لکه څنګه چې وږي خلک ژر ددې خلکو سره يوځای کېږي. مګر کله چې خلک کار ولري د پراختيا او سولې لپاره کار کوي.

 نوموړي همدا ډول د افغانستان د جنرال کونسل څخه هم غوښتنه وکړه، چې د پاک افغان ګډې سوداګريزې خونې غړو ته کثير الدخوله وېزې ورکړي. څو هغه کسان، چې سوداګر دي تګ راتګ يې اسانه شي.

د پاکستان – انګلستان د سوداګرۍ او صنايعو ګډې خونې UKPCCI رئيس د يادې ناستې له جوړوونکو مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې په انګلستان کې به هم ورته يوه ناسته جوړه کړي او همدا ډول به د پاکستان افغانستان د ګډې سوداګريزې خونې په نورو فعاليتونو کې هم برخه واخلي.

 د BMG او BMG رئيس ښاغلي سراج کسم تيلي د ښاغلي زبير موتيوالا او ښاغلي خانجان الکوزي د ارزښتمنې رهبرۍ يادونه وکړه او په راتلونکي کې يې هم د کراچۍ د سوداګرۍ او صنايعو خونې د همکاريو ډاډ ورکړ. نوموړي د پاک افغان ګډې خونې ټيم ته په لنډه موده کې د ښو لاسته راوړنو له کبله مبارکي ورکړه او غوښتنه يې وکړه، چې په راتلونکې کې هم دا ډول ناستو ته دوام ورکړي.

 په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال ښاغلي يونس مومند،  ښاغليو عثمان بلور، انجينر دارو خان او نورو رئيسانو لکه جونيد مکدا، داود موسی، خليل، ضيا سرحدي، احمد شاه، حاجي حميد الله، حاجي عبدالقيوم کاکړ، نور ولي يعقوبي، حاجي نظام الدين، تاجزاده، حاجي حسن، او سکرتر جنرالانو آغلې فايزې ناصر او ښاغلي احمد الله افغان هم برخه اخيستې وه.

دواړو خواوو، په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان او افغانستان د سوداګريز هوکړه ليک APTTCA د ناستې د رول او ارزښت ستاينه وکړه.






  • Hewad Ghashaiد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0710
    نوم
    Hewad Ghashai
    دنده
    Finance Officer
    بنسټ
    SPINGHAR VEGETABLE GHEE INDUSTRY

  • Rahmatullah د غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0140
    نوم
    Rahmatullah
    دنده
    President
    بنسټ
    Bradaran Mamozai

  • Gulab Khanد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0202
    نوم
    Gulab Khan
    دنده
    President
    بنسټ
    GULAB TAHIR LTD

  • Haji Talib Jabbarkhilد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0745
    نوم
    Haji Talib Jabbarkhil
    دنده
    President
    بنسټ
    HAJI TALIB AHMADZAI LTD

  • Gulistan Khanzadaد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0061
    نوم
    Gulistan Khanzada
    دنده
    President
    بنسټ
    ANGLIC AFGHAN CONST CO

  • Haji Yar Gulد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0067
    نوم
    Haji Yar Gul
    دنده
    Vice President
    بنسټ
    MOKHTAR LTD