د افغانستان – پاکستان د ټرانزيټي سوداګرۍ تړون

Tuesday, August 27, 2013

 

د افغانستان – پاکستان د ټرانزيټي سوداګرۍ تړون

 

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د پاکستان اسلامي جمهوري دولت، چې لدې وروسته د تړون خواوې ياديږی،

پدې هېله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو ګټو پر بنسټ اقتصادي اړيکې ټينګې کړي،

د افغانستان د دې حق په رسميت پيژندلو سره چی د خپل نړيوالې سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ د غځولو لپاره د يو مهم اصل په توګه سمندري بندر ته لاس رسی ولري،

له مرکزي آسيا سره د سوداګرۍ په تړاو د پاکستان په ګټه او له ايکو او سارک هېوادونو سره د سوداګرۍ په تړاو د افغانستان په ګټه د شمال – سويل دهليز اهميت په رسميت پیژندلو سره،

د دواړو هېوادونو ترمنځ او د دوی د سيمو له لارې پر دې ژمنه په بيا ټينګار سره چې د مالونو او موټرونو بی جنجاله، چټک او اغېزمن  انتقال ډاډمن کړي،

هغه موخو او اصولو ته په پام سره چې د لوړو سمندرونو په کنوانسيون (جينوا ۱۹۵۸) او د ايکو د ټرانزيټ ټرانسپورټ په تړون (الماتا، ۱۹۹۸) کې اعلان شوي،

د “ټرانزيټ د آزادۍ” په باب د تعرفو او سوداګرۍ د عمومي تړون (ګاټ، ۱۹۹۴، ۵ ماده) پر بنسټ د سوداګرۍ نړيوال سازمان قوانينو او مقرراتو ته په پام سره،

دې ټکي ته په پام سره چې د ۱۹۶۵ کال د افغانستان د ټرانزيټی سوداګرۍ تړون (ATTA) اوسني اقتصادي واقعيتونو او نوي نړيوال ټرانزيټي شرايط په پام کې ندي نيولي،

د تړون د دواړو خواوو ترمنځ د اغيزمنو دوه اړخيزو خدمتونو لپاره د اړتيا په تاييد سره،

په لاندې ډول توافق شوی:

لومړۍ برخه

عمومي احکام

لومړی ماده: موخې

د تړون خواوې توافق کوي چې د خپلو سيمو ترمنځ او د هغوی له لارې د مالونو په لېږد يا انتقال کې آسانتيا راولی او د دې تړون سره سم ټولې ممکنه آسانتياوې برابرې کړي.

د تړون خواوې د لاندې اړينو ګامونو په اخيستو مکلفې دي څو:

الف) د ټرانزيټي ټرانسپورټ اغيزمنه اداره او په خپلو سيمو کې د مالونو او سوداګريزو نقليه وسيلو د غيرضروري ځنډ مخنيوی ډاډمن کړي؛

ب) ټرانزيټي چلند پورې اړوند د اسنادو او طرزالعملونو آسانتياوې، ساده توب، روڼتيا او همغږۍ لپاره لار هواره کړي؛

ج) څو نمونه يې بار لېږدونې ته پراختيا او پرمختګ ورکړي؛

د) پدې موخه همکاري وکړي چې په ګمرکي فساد او تقلب کې کمښت راشی؛ او،

ه) د کنټرول شويو کيمياوي توکو د سوداګرۍ څارنه پدې موخه وکړي چې د غيرقانوني موخو او اهدافو لپاره د هغوی د کارونې او استعمال څخه مخنيوی وکړي.

دوهمه ماده: تعريفونه

د دې تړون د موخو او اهدافو د تحقق لپاره کوم اصطلاحات چې پدې تړون کې کارول شوي، په لاندې ډول مانا لري:

دوه اړخیزه سوداګري د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو او خدمتونو د تبادلې په مانا ده؛

بار وړونکي/ټرانسپورټ چلونکي د حکمی یا حقیقی کسانو په مانا دي چې د ریل، سړک له لارې یا په مستقیم ډول یا د دریم شخص له لارې چې د هغه یا د هغه په نوم د کرایې په بدل کې د چلند یا انتقال تړون لاسلیک شوی، د مالونو د لیږدونې مسؤولیت په غاړه لري.

کانټینر د بار د یو معیاری لوښي (ظرف) یا د ډکولو د یو واحد په مانا دی چې د لاندې ګټې اخیستنې لپاره وکارول شي: (۱) ډکول او خالي کول (۲) د لارې په منځ کې د بیا ډکولو پرته، د یوې یا ډېرو طریقو له لارې انتقال او (۳) کولپول او مهرکول؛

د کنټرول ادارې د قانون د تنفیذ ادارې او چارواکي دي چې، د ګمرکي کنټرول پرته، پر وارداتی، صادراتي او ټرانزیټي مالونو د کنټرول مسؤولیت لري چې پدې کې طبیه وصحیه (medico-sanitary)، ویترنری او نباتي حفظ الصحې پلټنې مشمولې دي؛

سرحدي چلند یا ټرافیک د هغه چلند په مانا دی چې د تړون د یوې خوا په سیمه کې پیل او د تړون د بلې خوا په سیمه کې پای ته رسیږي؛

ګمرک د دولت د هغه ادارې په مانا دی چې د ګمرکي قوانینو د ادارې او د صادراتي او وارداتی عوارضو او مالیاتو د راټولولو مسؤولیت ورپه غاړه وي او همداراز د مالونو د واردولو، صادرولو او ټرانزیټولو د نورو اړوندو قوانینو او مقرراتو د تطبیق مسؤولیت هم په غاړه ولري؛

 

ګمرکي کنټرول د هغو تدابیرو په مانا دی چې د مالونو د واردولو، صادرولو او ټرانزیټولو د نورو اړوندو قوانینو او مقرراتو رعایت ډاډمن کړي چې ګمرک یې د تنفیذ مسؤولیت په غاړه لري؛

ګمرکي ټرانزیټ د هغه طرزالعمل په مانا دی چې له مخې یې د ګمرکي کنټرول پر بنسټ د تړون د یوې خوا د ګمرکي ادارې څخه د تړون د بلې خوا ګمرکي ادارې ته د مالیاتو او ګمرکی عوارضو د ورکړې د تعلیق یا ځنډ پر اساس مالونه انتقالیږی؛

خطرناک مالونه د هغو مالونو په مانا دي چې د لیږدونې په وخت یا ګودام کې روغتیا او چاپیـریال، امنیت او  ملکیت ته د پام وړ خطر پیښ کړي؛

داخلی قوانین د تړون خواوو په اړوندو هېوادونو کې د نافذو ملي یا محلي قوانینو د ټولګې په مانا دي؛

د مالونو کتنه یا معاینه د هغه فزیکی اثبات په مانا دی چې د ګمرکونو اداره یې د سپارل شویو ټرانزیټی اسنادو له مخې د مالونو د څرنګوالی، مبدا، وضعیت، اندازې او ارزښت په اړه یې ترسره کوي، دې ټکي ته په پام سره چې دا تعریف د خطرونو د تنظیم او ادارې سیسټم سره په مطابقت یوازې ۵٪ مالونو باندې د تطبیق وړ دی؛

د ګمرکونو اداره د ګمرکونو د اداري واحد په مانا دی چې د ګمرکي رسمیاتو د اجرا صلاحیت ولري او د واکمنې ادارې لخوا د دې چارو او موخو لپاره منظور او ټاکل شوي وي؛

بار وړونکی د حکمي یا حقیقی شخص په مانا دی چې له باررسونکي سره د بار رسونې تړون ولري؛

د بار لیږدونې خدمتونه د هر ډول بار د لیږدونې، یوځای کولو، ذخیره کولو، ځای په ځای کولو، تړلو او ویشلو په مانا دی. همداراز پدې کې هغه خدمات هم مشمول دي چې ګمرکي او مالي موضوعګانو پورې اړوند دي، مالونه  د رسمي موخو لپاره ښیې، د مالونو لپاره بانکی ضمانتونه او بیمي برابروي او مالونو پورې اړوند اسناد او پیسې راټولوي یا برابروي؛

پر وارداتو محصول او مالیات د هغو ګمرکي عوارضو او ټولو نورو مالیاتو، عوارضو، او نورو محصولاتو په مانا دی چې د داخلی قوانینو سره سم او د مالونو د واردولو سره په تړاو، خو د وړاندې شویو خدمتونو د لګښت پرته، وضع کیږی؛

د مالونو پلټنه د تأيېد او تصدیق سرسری پروسې په مانا دی چې ګواکې ناتړل شویو مالونو نښې او شمېرې په خلاصو محمولو یا بارونو کې او د کانټینري بار د کانټینر او مهرلاک شمېره له هغو ځانګړتیاوو سره مطابقت لري چې د مال په اظهارلیک یا بارلیک (نامه) کې لیکل شوي؛

نړیوال ټرانسپورټ یا حمل و نقل د تړون د دواړو خواوو د سیمو یا قلمرونو ترمنځ (دوه اړخیز چلند) یا د تړون د بلې خوا د سیمې له لارې (ټرانزیټی چلند) د ټرانسپورټ په مانا دی؛

اصلي هېواد د ټرانسپورت چلونکو لپاره هغه هېواد دی چېرې چې دوی منځته راغلی، او د موټرونو لپاره هغه هېواد دی چېرې چې هغوی ثبت شوي دي؛

کوربه هېواد د هغه هېواد په مانا دی چېرې چې د مالونو وړل یا انتقال ترسره کیږي؛

د بارونو څو ډولیزه لیږدونه یا ټرانسپورټ د ډکولو یو یا ورته واحد (کانټینر) کې د مالونو لیږدونې یا ټرانسپورټ ته وایي چې په پرله پسې ډول، د مالونو د خالي کولو پرته، د لیږدونې دوه یا بیلابیل ډولونه کاروي؛

داخلي چلند یا ټرافیک د هغو مالونو چلند ته وایي چې د تړون د یوې خوا په سیمه کې بار او د تړون د همغې خوا د سيمې په حدودو کې خالي شي؛ داخلي چلند ته همداراز ”کابوټاژ یا د هېواد د ننه بار لیږدونه“ هم وایي؛

د ټرانسپورټ وسیله د واټ نقلیه وسیلې او ریل واګون په مانا ده؛

ملي رویه یا سلوک پدې مانا ده چې د تړون یوه خوا د تړون د بلې خوا له خدمتونو او د خدمتونو برابرونکو سره داسې ورته سلوک وکړي چې له خپلو خدمتونو او د خدمتونو له برابرونکو سره یې کوي؛

اجازه لیک د هغه سند په مانا دی چې د بایومیټریک سیسټم د آلې په مټ د تشخیص وړ وي او د هغې په وسیله موټروان او کلینر کولی شي له پولې واوړي؛

د وتو او ننوتو بندر په سمندري بندرونو، هوايي ډګرونو او ګمرکي دفترونو کې په رسمی ډول د ټاکل شوي ځای په مانا دی چېرې چې د ګمرکونو مامورین یا کارکونکي د مالونو او موټرونو اظهارلیکونه تأيېد او تصدیقوي، واردات او صادرات کنټرولوي، مسافرین ترخیصوی، ګمرکي محصول راټولوي او د ګمرکونو، مهاجرت او اړوندو قوانینو احکام پلي کوي؛

پروټوکول د هغه سند په مانا دی چې دې تړون سره مل دی او مشخص تخنیکي او اداري ترتیبات تنظیموي؛

ونډه یا سهمیه د نقلیه وسیلو د مؤقتو اجازه لیکونو شمېر ته وایي چې هرکال د تړون د دواړو خواوو د واکمنو ادارو له لوري د ټرانزیټي ټرانسپورټ د اړتیاوو پر بنسټ صادریږي؛

د مال رسونکی د حکمی یا حقیقی شخص په مانا دی چې د هغه په واسطه، د هغه په نوم یا د هغه په استازیتوب له وړونکي یا حامل سره د مال د لیږدونې تړون لاسلیک شوی وي، یا هر هغه شخص چې د هغه په واسطه، د هغه په نوم یا د هغه په استازیتوب د مال د لیږدونې تړون په ارتباط وړونکي ته په حقیقت کې مالونه تحویلیږي.

د مؤقتې ننوتنې سند هغه سند ته وایي چې د تړون د یوې خوا د واکمنې ادارې لخوا صادر شوی وي چې هغو موټرونو یا نقلیه وسیلو ته اجازه ورکوي چې د هغه هېواد قلمرو ته ننوزي او ووزي یا د هغې له لارې ترانزیټ وکړي چې هلته ثبت شوي وي؛

دریم هېواد هغه هېواد ته وایي چې پدې تړون کې د تړون خوا (طرف) نه وي؛

ټرانزیټی چلند هغو مالونو (د ناملو پنډو /مالونو په ګډون) او نقلیه وسیلو ته وایې چې د تړون د یوې خوا په سیمه کې ټرانزیټ کیږي چې د نوموړې سیمې څخه د تېریدو په وخت کې د خالي کولو او بارولو یا د انتقال په ډول کې د تغيېر سره یا پرته له هغه، د یو بشپړ سفر یوازې یوه برخه جوړه کړي چې د تړون د هغې خوا د پولو څخه هاخوا پیل او پای ته رسیږي چې د سیمې څخه یې چلند یا ټرافیک تیریږي؛

ټرانزیټي هېواد هغه هېواد ته وایي چې له سیمې څخه یې ټرانزیټی چلند تیریږي؛

ټرانزیټي ټرانسپورټ کوریډور یا دهلیز د تړون د خواوو په اړونده سیمو کې د هغه واټ یا لارې په مانا دی چې د تړون د بلې خوا په واسطه د ټرانزیټي چلند لپاره کارول کیږي؛

د کرایې یا اجرت په بدل کې ټرانسپورټ یا لیږدونه د پیسو یا حق الزحمې په بدل کې د دریمې خوا په استازیتوب د مالونو لیږدونې ته وایي؛

خپل شخصي ټرانسپورټ هغه ټرانسپورټي چارې ته وایي چې د یو تشبث فرعی فعالیت جوړوي او هغه مالونه پخپلو موټرونو کې وړي چې د دوی د سوداګریز فعالیت موخه ده او همداراز د تشبث ملکیت دی او د تشبث د مامورینو لخوا پکار وړل کیږي؛

د ټرانسپورټ چلونکي هغه داخلی لیږدونکو ته وایي چې د خپل هېواد د داخلی قوانینو په رڼا کې د دې اجازه لري چې د تړون د خواوو د سیمو ترمنځ، یا د خپل هېواد او دریم هیواد ترمنځ د تړون د بلې خوا د سیمې له لارې نړیوال ټرانسپورټي عملیات ترسره کړي.

ټرانسپورټي واحد هغو په نړیوالو ځانګړتیاوو برابر الوتکو او باروړونکو کانټینرونو ته وایي چې د سړک، ریل کرښې واګونونو یا موټرونو په واسطه د ټریلرو او نیمه ټریلرونو په ګډون وړل کیږي؛

اداره د افغانستان – پاکستان د ټرانزیټي سوداګرۍ د همغږۍ ادارې په مانا دی چې د تړون د خواوو له لوري د ټرانزیټي تړون د تطبیق او څارلو په موخه رامنځته شوې؛

بشپړه یا سرتاسري لیږدونه د تړون د خواوو د سیمو څخه د باندې د مبدا له یو ځای څخه د هغوی د سیمو څخه د باندې وروستي ځای (منزل مقصود) ته د مالونو لیږدونې ته وایي؛

نقلیه وسیله د سړک هرې هغې ثابتې نقلیه وسیلې، مفصلي نقلیه وسیلې، نامل ټریلر یا نیمه ټریلر ته وايي؛

طبیه و صحیه یا medico-sanitary پلټنه له ویټرنري پلټنې پرته د هغې پلټنې په مانا ده چې د اشخاصو د ژوند او روغتیا لپاره ترسره کیږي؛

ویټرنري پلټنه هغه روغتیايې پلټنه ده چې په څارویو او د څارویو په تولیداتو د انسانانو او څارویو د ژوند او روغتیا د خوندیتوب یا وقایې لپاره کارول کیږي او همداراز په هغو شیانو او مالونو باندې ترسره کیږي چې د حیواني ناروغتیا حامل یا رسونکی وي؛

د بوټو د روغتیا ساتنې یا نباتي حفظ الصحې پلټنه د هغې پلټنې په مانا ده چې د ملي پولو یا سرحدونو هاخوا د طاعون یا افت، بوټو او د بوټیزو (نباتي) تولیداتو د خپریدو او سرایت مخه ونیسي.

 

 






  • Imran Khanد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0420
    نوم
    Imran Khan
    دنده
    President
    بنسټ
    SAHIL IMRAN TAWAB ZADALTD

  • Ahsanullahد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0532
    نوم
    Ahsanullah
    دنده
    Vice President
    بنسټ
    NAWI ZAMAN ZADA LTD

  • Abdul Wahabد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0507
    نوم
    Abdul Wahab
    دنده
    President
    بنسټ
    SHAHAB MANSOOR LTD

  • Haji Ahmad د غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0701
    نوم
    Haji Ahmad
    دنده
    President
    بنسټ
    BELLAL KHLID LTD

  • Rahmatullah د غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0140
    نوم
    Rahmatullah
    دنده
    President
    بنسټ
    Bradaran Mamozai

  • Haji Noor Aghaد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0760
    نوم
    Haji Noor Agha
    دنده
    Representative
    بنسټ
    BAHRAMI SANCHARAK BROTHERS